IQNA

د جمادی‌الاولې په میاشت کې د حرمین  شریفین د زیارت کونکو شمېر له ۶۶ میلیونو واوښت

14:21 - November 29, 2025
د خبر لمبر: 3492079
ایکنا – په عربستان کې د حرمین  شریفین  د چارو عمومي ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  د روان هجري قمري کال د جمادی‌الاول په میاشت کې له ۶۶ میلیونو زیات کسان د حرمین  شریفین زیارت ته ورغلي دي.

 ایکنانیوز د خلیج آنلاین له قوله راپورراکړی، دغې ادارې په خپلې  بیانیې کې ویلي: د جمادی‌الاول  د میاشتې ټول زیارت کوونکي ۶۶ میلیونه او ۶۳۳ زره او ۱۵۳ تنه وو، چې د تیر ې  میاشتې ـ یعنې ربیع‌الثاني ـ په پرتله ۱۲ میلیونه او ۱۲۱ زره او ۲۵۲ کسانو زیاتوالی ښئي.

دغې ادارې  په دغه راپور کې وئيلي دي ، یوازې د مسجدالحرام د لمونځ کوونکو شمېر ۲۵ میلیونه او ۹۸۷ زره او ۶۷۹ کسانو ته رسېدلی، چې په دې کې یو لک او ۴۸۹ تنه د حجر اسماعیل په برخې کې لمونځ کوونکي شامل دي. همدارنګه د عمره کوونکو شمېر هم ۱۳ میلیونه او نهه لکه دوه اویا زره  او ۷۸۰ کسانو ته رسېدلی دی.

په بیانیې کې راغلي: د مسجدالنبي د لمونځ کوونکو شمېر د جمادی‌الاول په میاشت کې ۲۳ میلیونه او او دوه لکه   ۹۶ زره او ۱۸۵ کسانو ته رسېدلی، چې په دوي کې نهه لکه  ۱۲ زره او ۶۹۵ تنه د روضې مطهرې زیارت‌کوونکي وو.

د رسول الله ﷺ د روضې (مرقد) زیارت کوونکو شمېر بیا ۲ میلیونه او ۳۶۳ زره او ۳۲۵ تنو ته رسېدلی دی.

همدارنګه، د حرمین  شریفین د مراقبت عمومي ادارې  وئيلي دي، چې د زائرینو او لمونځ کوونکو د شمېر د څار لپاره له پرمختللي حسګري (سنسوري) ټیکنالوژۍ څخه په اصلي دروازو کې کار اخلي.

دغه پروګرام د دې لپاره جوړ شوی چې د خلکو د بهیر د تعقیب له لارې د عملیاتو اغېزمنتیا لوړه کړي او اړوندو چارواکو ته د ګڼې ګوڼې د مدیریت وړتیا ورکړي

https://iqna.ir/fa/news/4319495

captcha